د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سوراج وايي، د پاکستان له خوا د کرتاپور لارې پرانیستل په دې مانا نه دي چې نوی ډېلی له اسلام اباد سره بیا خبرې پیل کړي. نوموړې په دکن کې د چارشنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل، د پاکستان او هند ترمنځ خبرې او کرتاپور لار دوه بېلې مسلې دي. هغې دا هم ویلي، له دوو لسیزو یا له هغه ډېر کلونه یې له پاکستان دا غوښتل دا لار پرانیځي، خو دا لومړی ځل دی چې اسلام اباد مثبت ځواب ور کړي. د نوموړې په وینا ترهګري او خبرې یو ځای نه شي کېدلی، پاکستان دې لومړی د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او بیا دې د مذاکراتو خبره وکړي. د پاکستان لومړی وزیر د کرتاپور لارې د پرانیستې مراسمو کې د اسلام اباد او نوي ډېلي د اړیکو په هکله وويل، چې دواړو هېوادونو تېروتنې کړې دي خو اوس اسلام اباد له هند سره ښې اړیکې غواړي. د نوموړې د همدې خبرو په غبرګون کې سوارج ویلي، پاکستاني چارواکي لا هم د ترهګرو ملاتړ کوي، ددوی تر حاکمیت لاندې ترهګرې ډلې ژوند کوي نو تر هغه چې د پاکستان له لوري د ترهګرو ملاتړ روان وي خبرې کول امکان نه لري.