امریکا وايي د افغان ستونزې د حل لپاره بېړه لري. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، دوی د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې او په دغه هېواد کې د روان بحران د پای ته رسولو لپاره بېړه لري او په دې برخه کې یې هڅې ګړندۍ دي. نوموړي له امریکايي پي بي ایس تلویزیون سره په خبرو کې ویلي، طالبان پر دې باوري دي چې د جګړې له لارې نه شي بریالي کېدلی او افغان حکومت هم له سیاسي لارو د جګړې ختمول غواړي نو ځکه هڅه کېږي چې د سولې خبرې تر ممکن حد پورې ژر یوې پایلې ته ورسېږي. خلیلزاد ویلي افغان حکومت د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نېټه هم اعلان کړې ده نو طالبانو ته په کار ده چې تر ټاکنو مخکې له افغان حکومت سره سوله وکړي او په دغه سیاسي بهیر کې ونډه واخلي. هغه همدا راز ټینګار کړی چې په افغانستان کې ټولو اړخونو ته په کار ده، چې یو بل ومني او که دا کار و نه کړي نو د افغانستان څلوېښت کلن ناورین به هم پر خپل ځای پاتې وي. هغه ډاډ ورکړی چې امریکا د سولې له ټولو هڅو ملاتړ کوي او په دې برخه کې د ولسمشر ټرمپ او امریکايي حکومت اقدامات جدي دي.



































