افغان حکومت په ژنیو کنفرانس کې د بریالیتوبونو خبره کوي او وایي چې په دې کنفرانس کې نړیوالې ټولنې یو ځل بیا له افغانستان سره خپلې ژمنې تازه کړې. افغان حکومت په داسې حال کې په دې کنفرانس کې د بریا خبره کوي چې یاد کنفرانس کې نړیوالو مرستندویانو پرې غږ کړی چې خپل مصارف کم او ځان بسیاینې ته دې کار وکړي. خو اجراییه ریاست بیا په دې ناسته کې له دغه هېواد سره د اروپایي ټولنې او اسیا پراختیایي بانک مرسته لاسته رواړنه بولي او وایي، په دې کنفرانس کې ګډون کوونکو هېوادونو د افغان حکومت له کړنو ملاتړ اعلان کړی دی. په ورته وخت کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې په دې ناسته کې ګډون کوونکو هېوادونو له ملي یووالي حکومت سره د دې حکومت د کمزروي مدیریت له امله خپله مرسته کمه کړې ده. د ژنیو ناسته چې په کې د ۶۰ هېوادونو او ۳۵ نړیوالو سازمانونو استازو برخه اخیستې وه، د ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله په ګډون پکې د افغان حکومت لوړپوړي پلاوي ګډون کړی و. په یاده ناسته کې پر افغان سوله، اقتصادي ځان بسیاینې او په دې هېواد کې په بېلابېلو برخو کې د شویو پرمختګونو په اړه بحثونه وشول.



































