د عوامي نشنل ګوند مشر یو ځل بیا د پاکستان امن په افغانستان کې امن سره تړلی او ټینګار یې کړی چې د پرمختللي پاکستان لپاره افغانستان کې امن خورا مهم دی. اسفندیار ولي خان پر حکومت غږ کړی چې له ګاونډيو هېوادونو سره دې ښې اړیکې ولري او د سیمې د امنیت لپاره یې د پاکستان او افغانستان پر ښو اړیکو ټینګار کړی دی. هغه دغه راز پر پاکستاني حکومت غږ کړی چې د دوستانه اړیکو لپاره دې د هندوستان او پاکستان پر ګډه پوله د کرتارپور دهلېز په څېر چلند له افغانستان سره پر پوله هم وکړي. نوموړي دا څرګندونې د پاکستاني حکومت د هغه ګام په غبرګون کې کړې چې د سیکهـ زیارت کوونکو د سهولت لپاره یې د پاکستان او هندوستان پر پوله د پاکستاني پنجاب په کرتارپور سیمه کې یوه نوې عبوري لار پرانیسته.



































