د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشرې فیدریکا موګیریني د ژنیو ناستې په څنډه کې له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره لیدلي دي. د اجراییه ریاست پر فیسبوک پاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې دواړو لوریو په یاده لیدنه کې پر افغان سوله او له افغانستان سره د نړیوالو مرستو پر پراختیا خبرې اترې کړې دي. سرچینه کاږي چې موګیریني د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کړی دی او ډاډ یې ورکړی چې اروپایي ټولنه به له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي. د سرچینې په وینا عبدالله په ژنیو ناسته کې د اروپایي ټولنې له ملاتړ او په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د یادې ټولنې له مرستو مننه کړې او د دې ټولنې د همکاریو د پراختیا غوښتنه یې کړې ده.



































