د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې د جلال اباد- اسعد اباد لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده. اعتراض کوونکي وایي چې تېره شپه د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د دې ولسوالۍ د ديوګل درې شپږ اوسېدونکي وژل شوي دي. په دې اړه د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم وويل چې تېره شپه د څوکۍ ولسوالۍ په ديوګل درې سيمه کې د داعش وسله والو پر ضد عمليات شوي دي. هغه وايي چې په دغو عملياتو کې شپږ کسان وژل شوي، خو تر اوسه معلوم نه دي چې څوک دي. ده وويل چې د يادې پېښې د څېړنې په موخه پلاوى سيمې ته استول شوى دى.



































