د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په امریکایي ډالرو پر راکړه ورکړه او پر مسکو د امریکا پر بندیزونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دوی پر ډالرو د خپلې تکیې کمولو هڅې پیل کړې دي. نوموړي په یو اقتصادي کنفرانس کې د وینا پر مهال ویلي چې روسیې پر ډالرو د اتکا کمولو لپاره په لومړۍ هڅه کې د یو میلیارد یورو په اندازه بسپنه راټوله کړې ده. پوتین یادې غونډې ته په خپلو خبرو کې ویلي، دوی نه غواړي له ډالرو فاصله واخلي، بلکې ډالر له دوی واټن اخلي. پوتین ویلي په ډالرو د راکړې ورکړې په برخه کې بې ثباتي د دې لامل شوې چې زیات هېوادونه د اسعارو متبادلي زېرمې پیدا کړي او له ډالرو بېل د پیسو متفاوت سیټم ایجاد کړي.