امریکا په افغانستان او یمن کې د کارېدلو ایراني وسلو پاتېشوني رسنیو ته ښودلي دي. د امریکا ددفاع وزارت هغه وسلې او مهمات رسنیو ته وړاندې کړي دي چې د ایران له لوري ترهګرو ډلو ته ورکړل شوي دي. د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون ویلي، دا هغه وسلې دي چې په یمن او افغانستان کې ترهګرو ډلو کارولې دي. د امریکا ددفاع وزارت مرستیال سکرټر کیټي وېلبرګ وايي دا په ایران پورې اړه لري چې د ترهګرو د ستر ملاتړي نوم له خپل هېواد لرې کړي او له ورته کړنو لاس په سر شي. دده په خبره دا په سیمه کې له ترهګرو د ایران د ملاتړ په اړه کره سندونه دي او نړیوالو ته باید دا وښودل شي چې پر ایران د امریکا بندیزونه پر ځای دي. د وېلبرګ په وینا افغانستان او یمن کې ترهګرو ډلو ته د وسلو لېږل د ملګرو ملتونو له قوانینو سره په ټکر کې عمل دی او باید لا ډېره پلټنه یې وشي.



































