د پاکستان جمعیت علماوی پاکستان ګوند مشر ملا فضل الرحمن ویلي، پاکستان له هند سره لارې پرانیستې ده او غواړي له دغه هېواد سره خپلې اړیکې سمې کړي. دده په خبره که پاکستانی حکومت له هند سره لار پرانیستلی شي، نو ددې اړتیا ده، چې له افغانستان سره هم خپلې ټولې تړلې لارې پرانیزي. فضل الرحمن وايي پاکستان د قبایلي سیمو په تنظیم او کنټرول کې هم پاتې راغلی دی او دغه حکومت ته نه وه په کار چې قبایلي سیمې له ایالتي حکومت سره یو ځای کړي. فضل الرحمن یو له هغو پاکستاني ملایانو دی چې تل په افغانستان او پښتونخوا کې روانه جګړه روا بولي او هغه د بهرنیانو پر ضد مبارزه ګڼي. د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارې د پرانیستلو په اړه د نوموړي دغه ډول څرګندونې نادرې دي.



































