د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي پاکستان یوازې یوه لار لري او هغه همدا چې بېرته د امریکا باور خپل کړي او له امریکا سره د صادقانه چلند لپاره ګامونه پورته کړي. ددغه وزارت یوه ویاند رابرت پالادینو په یوه خبري کنفرانس کې ویلي د پاکستان ددې کار هر کلی کوو، چې له هند سره یې د تګ راتګ یوه لار پرانیستې ده، خو پاکستان ته دغه ډول اقدامات کافي نه دي، ځکه دوی له امریکا سره کلونه کلونه دوه مخی چلند کړی دی. ویاند د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې تر اوسه له پاکستان سره د خبرو او مذاکراتو کوم پلان نه لري، خو پر دغه هېواد میلیونونه ډالر مرسته قطع شوې ده. هغه پر پاکستاني حکومت غږ کړی چې د نړیوالو باور خپل کړي.