د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې لسګونو کسانو پرون د جمعې په ورځ د بهرنيو ځواکونو په بمبارۍ او د افغان ځواکونو په عملياتو کې د ملکي خلکو د وژنې په غبرګون کې لاريون کړی دی. لاريونوال وايي، څو ورځې وړاندې د بهرنيو او افغان ځواکونو په بريدونو او عملياتو کې د ګومل ولسوالۍ کې اوو ملکي وګړي وژل شوي او پنځه ښځې او ماشومان ټپيان شوي وو. لاريونوال چې د امريکا ضد شعارونه يې له ځان سره لېږدول، له افغان حکومت نه یې غوښتنه کوله چې په عملياتو کې د ملکي خلکو ژوند ته جدي پاملرونه وکړي. دوی دغه راز امریکا تورنه کړه چې نه غواړي په هېواد کې د سولې خبرې بریالۍ شي.



































