د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ۲۰۱۸ م کال کې په افغانستان کې د پولیو په ویروس د اخته کوچنیانو شمېر د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړ شوی دی. د دې سازمان په وینا، په افغانستان کې سږکال د پولیو ۱۹ نوې پېښې ثبت شوي، خو تېر کال یې شمېر ۱۰و. یاد سازمان ویلي چې په افغانستان کې د امنیت د خرابېدو او له واکسین سره مخالفت ډېر کوچنیان له واکسینه محروم کړي دي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په ۲۰۱۸ م کال کې د پولیو ۲۷ نوې پېښې ثبت شوې چې ټولې په افغانستان او پاکستان کې دي. د روېټرز خبري اژانس په حواله، د دې سازمان د بېړنیو حالاتو د نړیوالې کمېټې مشرې، هیلن ريس ویلي چې د پولیو ویروس په افغانستان او پاکستان کې په چټکۍ د خورېدو په حال کې دی.



































