د هلمند والي وايي، د ایران او پاکستان په ګډون یو شمېر هېوادونه خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره له وسله والو طالبانو د پروژې په توګه کار اخلي. د هلمند والي محمد یاسین وايي، چې وسله والو طالبانو ته د ایران ساخت وسلې ور رسېږي. نوموړی وايي، چې له ایرانه د وسلو او چاودېدونکو توکو د لېږد او د بهرنیو وسله والو د تګ راتګ لارې د نیمروز په بهرامچې کې د هلمند هغو شمالي ولسوالیو ته رسېږي چې د وسله والو طالبانو په لاس کې دي. په همد حال کې د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک په واشنګټن کې د ایران ساخت راکټونو ټوټې خبریالانو ته ښودلي او ویلي یې دي چې، دا ټوټې افغان ځواکونو په هلمند کې له طالبانو ترلاسه کړي دي.



































