د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې امریکا په افغانستان او منځني ختیځ کې د جنګي ماموریت لپاره نوی قومندان ټاکي. راپورونه وایي چې امریکا خپل با تجربه جنرال فرنګ مک کینز د دې ماموریت لپاره غوره کړی او ټاکل شوې چې په افغانستان او منځني ختيځ کې د امريکا د جنګي ماموريت مسووليت ور وسپارل شي. دې امريکايي جنرال مخکې تر دې د امريکا د دفاع وزارت د وياند په توګه هم دنده تر سره کړې ده او ټاکل شوې چې د راتلونکې سې شنبې په ورځ د امريکا په سنا کې د سناتورانو پر وړاندې د نوي مسووليت اخېستلو لوړه وکړي. نوموړی به د سناتورانو د رايو تر خپلولو وروسته د جوزف ووټل پر ځای د نوي قومندان په توګه وټاکل شي.



































