د کونړ ولایت د کرنې اوبه لګولو او مالدارۍ رییس وایي، د یاد ولایت باغ لرونکو سږ کال د نارنجو د پلورلو له درکه ۴۲ میلیونه افغانۍ عاید تر لاسه کړي دي. انعام الله صافی وایي، په کونړ کې په روان کال کې په ۸۰۰ جریبه ځمکه د نارنجو باغونه جوړ شوي دي چې خلک یې له حاصلاتو خوښ دي. نوموړی وایي، د راتلونکي کال لپاره هم په دې ولایت کې د نارنجو او دغه راز د مالټو او لېموګانو د باغونو د جوړولو لپاره پلانونه لري. هغه زیاتوي چې په دې ولایت کې د نارنجو او مالټو باغونو ښه پایله ورکړې ده.