د امریکا هوایي ځواکونه وایي چې سږکال یې افغانستان کې پر طالبانو او نورو ترهګرو ډلو تر ۶ زره ډېر بمونه غورځولي دي چې دا په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو لوړ شمېر دی. امریکا چې په افغانستان کې د هوایي بریدونو لپاره، ایف ۱۶، ای سي ۱۳۰ الوتکې او دغه راز بیلابېل توغندوي کاروي، ډېری وخت یې له امله ملکي وګړي په نښه کېږي او د امریکا دې کار د ملکي افغانانو توند غبرګونونه راپارولي دي. په تېره یوه اونۍ کې په هلمند کې پر ملکیانو هوایي بریدونو په لسګونه ولسي وګړي ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل. امریکا بیا وایي، ستراتیژي یې کامیابه ده او پر وسله والو به تر هغو پورې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي څو چې یې د سولې خبرو ته حاضر کړي نه وي.



































