د ولسي جرګې غړو له حکومت په تېره بیا لوړو زده کړو وزارته غوښتنه کړې چې ژر دې د کابل پوهنتون محصلینو د لیلیې ستونزه حل کړي. ولسي جرګه د کابل پوهنتون لیلیې د ستونزې د ژر هواري غوښتنه په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې په یاده لیلیه کې د محصلینو تر منځ له اخ او ډب وروسته یو کس ووژل شو او څو تنه نور ټپیان شول، چې وروسته بیا حکومت له یادې قضیې سره په تړاو څو تنه محصلین ونیول او لیلیه یې تر ناملومې نیټې پورې د محصلینو پر مخ وتړله. د ولسي جرګې غړو د نن ورځې په عمومي غونډه کې یادې ستونزې ته په اشارې وویل چې له لرو پرتو ولایتونو نه راغلي محصلین د کرایي اطاقونو نیولو توان نه لري نو حکومت یې باید ستونزه جدي ونیسي او د لیلیې ستونزه ژر هواره کړي څو محصلین له کومې ستونزې پرته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.



































