ولسي جرګه له حکومت او ملاتړو یې غواړي چې د هوایي بریدونو پر مهال د ملکي وګړو خوندیتابه ته جدي پاملرنه وکړي. ولسي جرګه په داسې حال کې د ملکي وګړو د خوندیتابه غوښتنه کوي چې په دې وروستیو کې د هوایي بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچې خپل وروستي حد ته رسېدلې ده. دوی دغه راز د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کړی دی چې ملکیانو نه دې د خپل ځان لپاره سپر نه جوړوي او ژوند ته دې جدي پاملرنه وکړي. وکیلانو زیاته کړې، د ملکي وګړو وژنه که د هر چا له خوا وي، په هیڅ صورت د منلو وړ نه ده او عاملین یې باید په اړه ځواب ورکوونکي اوسي. د یادونې ده چې امریکا اعلان کړی دی چې سږ کال یې پر افغان خاوره تر شپږزره ډېر بمونه غورځولي دي. هغوی د ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې دوی به تر هغو خپلو هوایي بریدونو ته زور ورکړي څو یې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي نه وي.



































