د ننګرهار ولایت د اصنافو او کسبګرو اتحادیې په یاد ولایت کې د کلدارو په راکړه ورکړه بندیز ولګاوه. د اتحادیې مسئولان وایي، د ډالرو په مقابل کې د کلدارو بیسارې ټیټوالي په ننګرهار ولایت کې د سوداګرو بودیجې کې څلویښت سلنه کموالی راوستی او له دې وروسته به راکړه ورکړه په افغانیو ترسره شي. کسبګر له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې په په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي او هغه کسان د قانون منګولو ته وسپاري، چې له دې پریکړې سرغړونه کوي. د ننګرهار د کسبګرو او اصنافو د اتحاديې د معلوماتو له مخې له دغې ټولنې سره ۹۶ د کسبګرو او دوکاندارانو صنفونه راجسټر دي، چې د دوکانونو شمېر يې ۱۶۰۰ ته رسيږي او د کلدارو په مخنیوي کې به اغیزمن ثابت شي.