د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې روسیه د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لري. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وویل چې مسکو یوازې د مرستې نیت لري. تردې مخکې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار په یوه مرکه کې ویلي و، چې په هره هغه غونډه کې ګډون نه کوي، چې د افغانانو په مالکیت نه وي او د افغانستان استقلالیت تر پوښتنې لاندې راولي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، مسکو یوازې غواړي چې د افغانستان په جګړه کې ښکېلې خواوې د خبرو او مذاکرو لار پېدا کړي. د زخارووا په وینا، دا چې روسیې د مسکو د غونډې مشري د افغانستان حکومت ته نه وه سپارلې، د افغانستان پر خپلواکۍ د شک معنی نه لري. د زخارووا دا خبرې د روسیې دولتي خبري اژانس انټرفاکس خپرې کړې دي.



































