په كابل كې د ايران سفارت له طالبانو د وسله وال ملاتړ په اړه د ایران لپاره د امريكا د ځانګړي استازي براين هوك څرګندونې رد كړې او هغه یې غير مستندې بللې دي. د دغه سفارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د هوك څرګندونې په افغانستان كې د امریکا د ځينو بېړنيو او غير شفافو اقداماتو د توجیه په موخه مطرح شوې دي.
په كابل كې د ايران سفارت ويلي، د واشنګټن دا هڅې په افغانستان كې د عمومي افكارو د انحرافولو او د كابل او تهران د مخ پر ودې اړيكو د زيانمنولو لپاره كېږي. د ايران لپاره د امريکا ځانګړي استازي براين هوک د پنجشنبې په ورځ هغه وسلې خبريالانو ته وښودې چې د ده په خبره، ايران په افغانستان کې طالبانو او په يمن كې حوثيانو ته وركړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا وایي، تهران له ۲۰۰۷ ز كال راهيسې د افغان طالبانو وسله وال ملاتړ كړى دى.
امریکا تر دې وړاندې هم ایران په افغانستان کې له یوشمېر تروریستي ډلو په ملاتړ تورن کړی، خو تهران بیا دغه تورونه رد کړي او وایي چې امریکا په دا ډول تورونو سره غواړي چې د افغانستان او ایران اړیکې زیانمنې کړي.



































