د کونړ ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس انجنیر انعام الله ساپی وایي، د یاد ولایت باغ لرونکو سږ کال د نارنجو د پلورلو له درکه دوه څلوېښت میلیونه افغانۍ عاید تر لاسه کړي دي. انعام الله ساپی زیاتوي، په کونړ کې په روان کال کې په ۸۰۰ جریبه ځمکه کې د نارنجو باغونه جوړ شوي دي چې خلک یې له حاصلاتو خوښ دي. نوموړی وایي، د راتلونکي کال لپاره هم په دې ولایت کې د نارنجو او دغه راز د مالټو او لېموګانو د باغونو د جوړولو لپاره پلانونه لري چې په پلي کېدو سره به یې د یاد ولایت د باغ لرونکو ستونزې راکمې او د حاصلاتو کچه به یې نوره هم لوړه شي. هغه زیاتوي چې په دې ولایت کې د نارنجو او مالټو باغونو ښه پایله ورکړې ده.