جمعه, سپتمبر 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه افغانستان

ولسي جرګه: ښکېلې خواوې دې د ملکيانو خوندیتوب ته جدي پام وکړي

دسمبر 2, 2018
in افغانستان
0 0

په دې وروستیو کې په هوايي بریدونو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې زیاتېدو د ولسي جرګې اندېښنې راپارولې او دوی له افغان حکومت او ملاتړو غوښتي چې د هوايي بریدونو پرمهال د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پام وکړي.

د دې جرګې دویم مرستیال امیر خان يار چې د ولسي جرګې د شنبې د ورځې عمومي غونډې مشري يې هم کوله، وویل چې د جګړې پرمهال ملکیانو ته د تلفاتو اوښتل هغه که له هرې غاړې وي، د بشریت ضد کړنه ده.

نوموړي وویل: «د عامو خلکو په شهادت رسول که له هرې خوا وي، که دا افغان حکومت دی، که ملاتړي یې دي او که وسله وال مخالفین دي، د منلو نه دي، باید د خلکو خوندیتوب ته پام وکړي، دوی باید د عملیاتو پرمهال د ښځو، ماشومانو او بې طرفو خلکو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې نیویارک ټایمز امریکايي ورځپانې لیکلي چې په افغانستان کې په هوايي بریدونو کې د ملکیانو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

د دې ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، يوازې په تېره اونۍ کې په افغانستان کې ۸۹ کسان وژل شوي چې له ډلې يې ۵۳ ملکیان دي او زیاتره په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

د تېرې سې شنبې په ورځ د هلمند په ګرمسیر کې د بهرنیو ځواکونو له خوا په يوه هوايي برید کې ۲۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

ملګرو ملتونو تېره میاشت ویلي وو چې په افغانستان کې له ۲۰۰۹ ز کاله په را وروسته کلونو کې د بل هر وخت په پرتله د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره لوړه وه.

بلخوا پکتیکاوالو په مرکز ښرنه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پرمهال د ملکي وژنې په غبرګون کې لاریون وکړ او له افغان حکومته یې وغوښتل چې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پرمهال د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي.

د لاریون کوونکو په خبره، څو ورځې وړاندې د ياد ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې اووه ملکي وګړي ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو ویلي چې دا هوايي عملیات د دوی له خوا شوي او د وژل شویو کسانو په اړه څېړنې کوي.

يوشمېر افغان کارپوهان او عام وګړي وايي، د هوايي حملو پرمهال د لازم دقت نشتوالی او نه همغږي د دې لامل کېږي چې ملکیانو ته مرګ ژوبله واوړي.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

سپتمبر 11, 2026

هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

سپتمبر 11, 2026

د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

سپتمبر 11, 2026

ایران د بالستیک توغندیو تولید بیا پیل کړی

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In