شد چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۲ مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان (APEC) د مشرانو په ۲۸ مه غير رسمي غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه. شي جين پينګ وويل، چې د اسيا او ارام سمندر سيمه په نړۍ کې د تر ټولو زياتې ودې او پرمختيايي خوځنده ځواک لرونکې سيمه ګرځېدلې ده او د نړيوال اقتصادي پرمختګ او د سيمه ييزو خلکو د هوساينې لپاره يې مثبت خدمتونه کړي دي.
هغه زياته کړه، چې روان کال په APEC کې د چين د شاملېدو له دېرشمې کليزې سره برابر دی. دغه دېرش کلونه د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د پياوړتيا کلونه دي او هم د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکاريو د پرله پسې پراختيا کلونه دي. رئيس شي جين پينګ وویل، چې روان کال د اېپيک غړو په ګډه لاندې پلانونه جوړ کړي دي.
لومړی، د کرونا وبا ضد همکارۍ او اقتصادي بیا رغونې ته به وده ورکړو. له وبا سره مبارزه او اقتصادي بيا رغونه د اسیا او ارام سمندر سیمې د ټولو غړو لپاره تر ټولو مهمې دندې دي. دا اړينه ده، چې په ساینسي ډول د وبا ضد مبارزه وکړو او نړيواله همکاري ژوره کړو. چين اعلان وکړ، چې په روان کال کې به بهرنيو هېوادونو ته د واکسین دوه مليارډ دوزه ورکړي او تر دې دمه یې له يو مليارډو ۷۰۰ ميلونو دوزو څخه ډېر برابر کړي دي. څه موده مخکې، چين د واکسين د نړيوالې همکارۍ عملياتي وړانديز وړاندې کړ او څرګنده يې کړه چې په راتلونکو درېيو کلونو کې به پرمختيايي هېوادونو ته درې مليارډه امريکايي ډالره برابر کړي، تر څو د وبا ضد مبارزې او د اقتصادي او ټولنيزې پرمختيا د بيا رغولو په برخو کې له دغو هېوادونو سره مرستې وکړي.
دوهم، د اسيا او ارام سمندر سیمې لپاره به خلاص اقتصاد جوړ کړو. موږ بايد سيمه ييز اقتصادي ادغام ته وده ورکړو او ژر تر ژره د اسيا او ارام سمندر ازاده تجارتي سيمه جوړه کړو.
درېیم، د نوښت ودې او ډیجیټلي اقتصادي پرمختګ ته به وده ورکړو. نوښت مهم خوځنده ځواک دی، چې د نړۍ پرمختګ رهبري کوي.
څلورم، ټولشموله او دوامدار پرمختګ به ترلاسه کړو. موږ بايد د انسانانو او طبيعت ترمنځ پر همغږي پرمختګ ټينګار وکړو، په فعاله توګه دې له اقليمي بدلون سره مقابله وکړو، د زرغون او کم کاربن ايستنېته دې وده ورکړو او په کرې کې د ژوند ګډې ټولنې د جوړولو لپاره دې هڅه وکړو.