د چين د کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي کميټې شپږمه عمومي غونډه د نومبر له ۸مې نيټې څخه تر ۱۱مې نيټې پورې په برياليتوب تر سره شوه او د خلکو باور يې نور هم خپل کړی دی.
چينايانو پر ټولنيزو رسنيو د دې غونډې په تړاو تاوده غبرګونونه ښودلي او د ګوند چارې يې ستايلې دي. د چين انټرنيټ کاروونکو پر ټولنيزو رسنيو پوسټونه او کمينټونه کړي او ويلي يې دي، چې د چين کمونېست ګوند د خلکو د نيکمرغۍ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره ډېرې هلې ځلې کوي، خلک يې پر لارښوونې پوره باور لري او ډېر رضايت ترې لري. ډېرو ليکلي، چې زه چينايي يم او د خپل وطن ستاينه کوم! د چينايانو دغه پوسټونه او کمينټونه د دوی د زړه اواز او پر کمونېست ګوند د خلکو د باور ښکارندويي کوي
د امريکا يوې رسنۍ د چينایانو د نظريو تازه سروې خپره کړې، چې له مخې يې پر کمونېست ګوند او حکومت د چينايانو د رضايت اندازه په جلا جلا توګه ۹۵سلنه او ۹۸سلنه ښودل شوې ده.
د چين ملت په وروستيو کلونو کې د کمونېست ګوند په مشرۍ د شديدې بېوزلۍ د له منځه وړلو دنده بشپړه کړې، هراړخيزه شتمنه ټولنه يې جوړه کړې او اوس د باکيفيته پرمختګ د ګډې شتمنې پر لوري روان دي.
د چين حکومت يو لړ تګلارو د هېواد په ګوټ ګوټ کې خلکو ته ګټې رسولې دي او اوس هر کس طیبي بيمه لري او کوچنيانو ته د ښوونې او روزنې ګڼ فرصتونه پيدا شوي او بېوزله خلک اوس کارونه کوي او ګټې ترلاسه کوي.
د چين کمونېست ګوند د خلکو د ښه ژوند لپاره د پرمختګ دواملرونکي تګلارې غوره کړي او د خپل ملت د حالاتو له مخې د پرمختګ دوامدارې لارې لټوي او خلکو له دغه بهير څخه ډېرې ګټې تر لاسه کړې دي.
د چين کمونېست ګوند د خپلو خلکو ټينګ ملاتړ لري، ځکه يې هوډ او اراده ورځ تر بلې پیاوړي کيږي او برعکس د چيني ملت هوډ د چين د کمونېست ګوند د لارښوونو او ښو تګلارو له امله ټينګ پاتې شوی دی.
يو باوري حکومت او متحد ملت ګډې هڅې کوي او د حيرانتيا وړ قوي چارې پرمخ بیايي.
چين د اقتصاد د چټک پرمختګ نوښت رامنځته کړی او د نړۍ دويم لوی اقتصاد ګرځيدلی دی، خو د افسوس وړ خبره دا ده، چې د امريکا په شمول ځيني لويديځ هېوادونه د چين د پرمختګ د مخنيوي هڅې کوي او هر وخت دښمنانه نظریې خپروي.
کله چې د چين ملت له خپل حکومت رضايت وښيي او د حکومت پلويتوب کوي، نو لويديځ هېوادونه پر چين انتقادونو ته زور ورکړي او د چين پر ډيموکراتيکې تګلارې بېلا بېل تورونه لګوي.
دوی په حقيقت کې د چين له پرمختګ څخه ويريږي او د چين پرمختګ نشي زغملی. دوی په چين کې پر کمونېست ګوند د ولس ملاتړ نه ګوري، د چين د حکومت او خلکو تر ګډو هلو ځلو لاندې د کرونا وبا د وقايي او کنټرول برياليتوب او په چين کې د شديدې بېوزلۍ د له منځه وړلو او د ټولو خلکو د ګډې شتمنې هڅې نه ګوري، بلکې دا هر څه له سترګو پنا کوي او پر بېلا بېلو لارو چين تورنوي.
د چين ډيموکراسي هيڅ مشکل نه لري او د چين کمونیست ګوند او حکومت د خپلو خلکو باور له ځان سره لري او ټول په خوښۍ ژوند تېروي، خو د امريکا په شمول ځيني هېوادونه مغروریت لري او نه غواړي، چې چين پرمختګ وکړي.
د چين کمونېست ګوند مخ پر وړاندې د پرمختګ ګامونه پورته کوي. د دغه ګوند د نولسمې مرکزي کميټې په شپږمې عمومي غونډې کې پريکړه شوې، چې د چين کمونېست ګوند شلم ملي ولسي کانګرس به د ۲۰۲۲م کال په دويمې نيمايي کې تر سره شي او په هراړخيزه توګه به د عصري سوسياليستي هېواد د ابادۍ لپاره کوښښونه وکړي او د دويمې سليزې د هدف پر لوري به پرمختګ وکړي.
که لويديځ هېوادونه هر څنګه هڅې وکړي، چې د چين د پرمختګ مخه ونيسي، خو بريالي به نشي، بلکې د چين د پرمختګ ګامونه به نور هم ټينګ او چټک شي او مخ پر وړاندې به پرمختګ کوي.