د متحده ایالتونو پخوانی ولسمشر جورج اېچ ډبلیو بوش او د دغه هېواد د بل پخواني ولسمشر «بوش» پلار د ۹۴ کلونو په عمر مړ شو.
اسوشېټېډ پرس اژانس د نوموړي د کورنۍ د ویاند له قوله ویلي چې نوموړی د جمعې په شپه مړ شوی دی.
بوش په پارکنسن ناروغۍ اخته و او له څو کلونو راهیسې یې روغتیایي حالت چندان ښه نه و.
د نوموړي مېرمن بابرا هم د روان کال په اپرېل میاشت کې د ۷۰ کلونو په عمر مړه شوه.
هغه په ۱۹۸۹ ز کال کې د امریکا د ۴١ م ولسمشر په توګه لوړه وکړه او تر ۱۹۹۳ ز کال پورې د امریکا ولسمشر و.
د بوش پلار جورج اېچ ډبلیو بوش مخکې تر دې چې سیاست ته راشي، د اتو کلونو لپاره د امریکا د پخواني ولسمشر رونالډ ریګن مرستیال و.
نوموړي د جمهوري غوښتونکي ګوند غړیتوب درلود او مخکې له دې چې سیاست ته راشي، د امریکا د بحري ځواکونو پيلوټ و چې په دویمه نړیواله جګړه کې یې هم برخه اخیستې وه.
هغه د دوو دورو لپاره د امریکا د جمهور رییس په توګه له ټاکل کېدو مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازي او د مرکزي استخباراتو «سي.ای.اې» د مشر په توګه هم دنده تر سره کړې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپل ټوېټر پاڼه په یوه اعلامیه کې د نوموړي پر مړینې خواشیني ښودلې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم د نوموړي پر مړینه خواشیني ښودلې او ویلي دي چې هغه د افغانستان د خلکو یو ښه دوست و.
ولسمشر غني د ارګ پر ټوېټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان د خلکو په استازیتوب د امریکا خلکو او حکومت ته تسلیت وايي.
د متحده ایالتونو پخواني ولسمشر بارک اوباما هم د جور اېچ ډبلیو بوش ستاینه کړې او ویلي یې دي چې امریکا یو وطن دوست مامور له لاسه ورکړ.
جورج اېچ ډبلیو بوش د پخواني شوروي اتحاد د ړنگېدو او د برلېن د دېوال له پرزېدو وروسته د امریکا د ولسمشر په توگه د شوروي اتحاد د وروستي ولسمشر میخایل گورباچوف سره ولیدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټومي ستراتېژیکو وسلو د کنټرول او راکمولو په گډون یې یو لړ تړونونه لاس لیک کړل.