د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۱۶مې نيټې په سهار د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره ويډيويي خبرې وکړې.
رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې په اشارې وويل، چې اوس مهال ګرده نړۍ له ډېرو ستونزو سره مخ ده او د چين او امريکا اړيکې هم په کليدي پړاو کې دي.
چين او امريکا په نړۍ کې د دوو لويو اقتصادونو او د م.م د امنيت شورا د دايمي غړو هېوادونو په توګه بايد يو له بل سره د نظريو تبادلې او همکارۍ پياوړې او خپل کارونه پر وخت تر سره کړي او خپل اړين نړيوال مسؤليت دې پر غاړه واخلي، تر څو د انسانانو سوله يیزې او پرمختیايې چارې پرمخ لاړې شي.
چين او امريکا د نړۍ لوی اقتصادونه دي او عمومي اقتصادي ارزښت یې د نړۍ د عمومي اقتصادي ارزښت دوه په پنځمه برخه نيسي. د چين او امريکا ترمنځ اړيکې د اوسنۍ نړۍ د تر ټولو مهمو اړيکو په توګه نه يوازې د دواړو هېوادونو له ګټو سره، بلکې له نړيوالې سولې او پرمختګ سره هم تړاو لري.
د چين او امريکا هر انتخاب او عمل پر نړۍ او راتلونکي پرمختګ ژوره اغيزه لري.
که څه هم دواړه هېوادونه په ځینو برخو کې د نظريو توپيرونه لري، خو چين په تېرو څو لسيزو کې له امريکا سره په ډېرو برخو کې ښې همکارۍ کړې دي. په ۲۰۰۸م کال کې يې له نړيوال پولي بحران سره ګډه مقابله وکړه، په ۲۰۱۴م کال کې يې د ايبولا ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره او په ۲۰۱۶م کال کې يې له اقليمي بدلون سره د مقابلې په هکله د پاريس تړون د لاسليکولو لپاره ګډې هڅې وکړې.
له حقيقتونو څخه ښکاري، چې چين او امريکا په نړۍ کې د دوو عمده وو لويو هېوادونو په توګه ډېرې ګډې ګټې او همکاريزې اړتياوې لري. که دواړه هېوادونه خپلمنځي همکارۍ وکړي، نو د دوی او نړۍ په ګټه به ډېر کارونه تر سره شي.
کرونا وبا لاهم په ګردې نړۍ کې په خپرېدو ده. بېلا بېل هيوادونه د دې وبا پر وړاندې ټينګه مبارزه کوي او د دغې وبا تر منفي اغيزې لاندې نړيوال اقتصاد هم له ستونزو سره مخ دی.
د کرونا وبا مخنيوی او کنټرول، د نړيوال اقتصاد سمسورتيا او له اقليمي بدلون سره مقابله د چين او امريکا ترمنځ د همکاريو د راتلونکي پړاو مهم ټکي دي، نو امريکا بايد له چين سره د اړيکو د ښه والي لپاره اقدامات غوره کړي تر څو دغه اړيکې په سم لوري روانې شي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان وايي، چې د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ ويډيويي ملاقات نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو، بلکې د نړيوالو اړيکو لپاره هم يو ستر کار دی؛ ځکه چين او امريکا په نړۍ کې د دوو عمده وو لويو هېوادونو په توګه د نړيوالې سولې او پرمختګ د ساتلو ستر مسؤليت لري.
د افغانستان مسئلې په هکله د چين، امريکا او افغانستان په شمول د څو هيوادونو غونډه د نومبر په يوولسمه نېټه د پاکستان په پلازمينې اسلام اباد کې تر سره شوه او د غونډې ګډونوالو د افغانستان د اوسنۍ اقتصادي مسئلې او بشري بحران په هکله بحث وکړ.
د دغې مسئلې حل و فصل د افغانستان، چين او امريکا په شمول د ځينو هېوادونو له ګټو سره تړاو لري، خو د چين او امريکا ترمنځ همکارۍ د همدغو سيمه ييزو مسئلو د حلولو لپاره ډېرې مهمې دي، نو امريکا او چين بايد د افغانستان مسئلې په شمول د ډېرو سيمه يیزو مسئلو په هکله ګډو نظريو ته ورسيږي او خپلمنځي همکارۍ بايد پياوړې کړي، څو سيمه يیزه سوله رامنځته شي.
چينايان په نوې زمانه کې هيله لري، چې امريکا له چين سره په متقابل درناوي مخته لاړه شي او دواړه هيوادونه دې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د دوه اړخيزو اړيکو د سالم پرمختګ لپاره دې ګډې هڅې او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره دې خپل خدمتونه وکړي.