د چين دولت رئيس شي جين پينګ د بېجينګ پر وخت د نومبر د ۱۶مې نيټې په سهار د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره ويډيويي ليدنه وکړه. شي جين پينګ د ليدنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو تر منځ د تجارتي اړيکو په هکله وویل، د چين او امريکا تر منځ د تجارتي او اقتصادي اړيکو اصلي اهميت دواړو خواوو ته ګټې رسول دي، بايد د تجارت له مخي دغه چارې تر سره شی او له سياست څخه لیري وساتل شي. د روانې مياشتې پر۱۲مه نېټه د امريکا د سوداګريزو چارو څه باندې شلو ټولنو د دغه هېواد د تجارتي چارو لوړو چارواکو ته پيغام واستوه او له مخې يې له سپيڼې ماڼۍ څخه غوښتنه کړی، چې له چين څخه د واردونکو توکو ګمرکاتي ماليات دي کم کړي او د امريکايي تصديو د سيالې توان دي لوړ کړي. دغې ټولنې د څه باندې شلو امريکايي شرکتونو په استازيتوب د امريکا او چين د تجارت په اړه د دغه هېواد د کميټې په مشرۍ دغه غوښتنه ليک وړاندې کړ. زيات شمېر امريکايي شرکتونو خپل حکومت ته ياد وړانديز کړی، چې له دې څخه څرګنديږي، چې امريکا له چين څخه پر واردوونکو توليداتو ګمرکاتي ماليات لوړ کړی او په دې سره يې يوازې د دواړو هېوادونو ګټو ته زيانونه رسولي. اوس دې د امريکا حکومت يوازې د سوداګرۍ د ساتنې غښتنه او يو اړخيزه نظريې له منځه يوسي، د خپل هېواد شرکتونو ته دې ځواب ورکړي، په تجارتي چارو کې دې سياسي لاسوهنه کمه کړي تر څو بازاري اقتصاد پرمخ ولاړ شي او د دواړو هېوادونو او نړۍ په تجارت کې مثبت بدلونونه رامنځ ته شي.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ په ليدنه کې په اشارې سره وویل، چې چين او امريکا بايد همکارۍ وکړي او دواړه هېوادونه یو بل ته ګټې ورسوي. چين د امريکا د صنعتي او تجارتي ټولنو د استازو غوښتنو ته په درنه سترګه ګوري او دې ته ژمن دي چي چين ته د راتګ لپاره چټکې لارې پرانيزي تر څو تجارانو ته چين ته د ورتګ اسانتياوې برابري شي. د چين رئیس په دې باور لري، چې دغه لارې به د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او تجارتي تګ راتګ لپاره رغنده رول ولوبوي او د اقتصاد د بيا اعاده کېدو هڅونه به وکړي. د شي جين پينګ له څرګندونو څخه ښکاري چې چين له امريکا سره د تجارت په اړه مثبته او رغنده رويه غوره کړي. چين تل د همکاريو او ګډو ګټو پر بنسټ د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي اړيکو د سالم پرمختګ هڅونه کړی ده. په تيره بيا د کرونا وبا د خپرېدو په وخت کې چين د نړيوال تجارت د توليدي چارو او د غوښتنو په لړ کې د مهمې برخې په توګه د دغه هېواد او امريکا رول پيژني او دواړه خواوې بايد سره يو لاس او خپلې دندې پر غاړه واخلي. شي جين پينګ له جو بايډن سره د ويډيويي ليدنې په وخت کې يو ځل بيا د دواړو هېوادونو پر مثبت اهميت وږغیدی او دې ته يې اشاره وکړه، چې د کرونا وبا د خپرېدو په وخت کې امريکايي سوداګرو ته د اسانتياوو برابرولو مشخصي تګلارې غوره کړي. رئيس شي جين پينګ پوره صميميت ښکاره کړی او هيله يې څرګنده کړه چې امريکا له چين سره په يوه لوري سوداګرۍ او پرمختګ ته وده او همکاریو ته لومړيتوب ورکړي.
په دې وروستيو کلونو کې امريکا په پر له پسي ډول د چين د لوړ ساينس او تېکنالوژيو پر تصديو فشار اچولی، د چين پر اقتصاد يې بنديزونه لګولی او د چين پر توليداتو يې ګمرکاتي ماليات لوړ کړی. د امريکا ولسمشر جو بايډن له چين سره د همکارۍ نظریه څرګنده کړه، خو لا يې هم اړوندې تګلارې نه دې تنظيم کړي. د چين دولت رئيس شي جين پينګ دا ځل په جدی توګه څرګنده کړه، چې امريکا بايد د تش په نوم د ملي امنيت د ساتلو لپاره پر چيني تصديو فشارونه پای ته ورسوي. چين هيڅکله نه غواړي له امريکا سره تجارتي جګړه وکړي، خو هيڅکله د امريکا لخوا له پيل شوې تجارتي جګړې څخه وېره هم نه لري. د امريکا يوې اړخيزې تجارتي تګلارې ددغه هېواد شرکتونو، بزګرانو او کارګرو ته ډېر زيانونه رسولي دي او په کښې د پيسو پړسوب تګلارې لا نورې سختې شوې. شي جين پينګ وايي، چې چين او امريکا بايد د اقتصاد د عمومي تګلارو په چارو کې تماسونه وساتي، د نړيوال اقتصاد د بيا راژوندي کيدو ملاتړ دې وکړي او د اقتصادي او پولي بحرانونو مخه دې ونيسي. هيله ده چې امريکا مسؤلانه اقتصادی تګلارې غوره کړي او له چين سره تجارتي جګړه پای ته ورسوي ترڅو دواړو هېوادونو او ټولې نړۍ ته ګټې ورسوي.