د عامې روغتيا وزارت وايي، د مور او ماشوم د مړينې كچې د كمولو او له منځه وړلو لپاره ۲۰ زرو ماهرو قابله ګانو او نرسانو ته اړتيا ده. د عامې روغتيا وزير فېروزالدين فېروز د نرسنګ او قابلګۍ شورا د رامنځته كولو په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، كه څه هم په هېواد كې د تېرو كلونو په پرتله د قابله ګانو او نرسانو شمېر زيات شوى، خو د دغې شورا په جوړېدو سره به په دې برخه كې كمى له منځه لاړ شي. د نوموړي په خبره، د يادې شورا يو مسووليت د نرسنګ او قابله ګۍ د نصاب معياري كول دي. د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په هېواد كې په ۲۰۰۲م ميلادي كال كې ۷۰۰ قابله ګانو او نرسانو فعاليت كاوه، خو اوس دا شمېر ۱۴ زره ته لوړ شوى دى.