فرانسوي پولیسو د فرانسې په پاریس کې له معترضانو سره نښتې کړي دي. اعتراض کوونکو په دې هېواد کې د مالیاتو د زیاتېدو په وړاندې په اعتراضونو لاس پورې کړی. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریسټوف کاسټنر پر خپل ټوېټر لیکلي چې شااوخوا یو نیم زر اعتراض کوونکي د الیزې ماڼې شااوخوا راټول شوي وو او له دوی څخه ۶۳ کسان له پولیسو سره د اخ او ډب په خاطر نیول شوي دي. پولیسو د اعتراض کوونکو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګازه کار اخیستی چې په ځواب کې یې معترضانو هم ګوزارونه کړي. اعتراض کوونکو خبرداری ورکړی چې د فرانسې د حکومت پر ضد به لاریونونو ته دوام ورکړي.