د نومبر پر ۲۰ نېټه یو ځانګړی بار وړونکی اورګاډی چې په کښې زرټنه مرستندويه توکي بار وه، د چين دشینجیانگ د اروموچي ښار له وو شي سټېشن څخه د افغانستان په لور وخوځيد او د اټکل له مخې به تر ۱۲ ورځو وروسته د افغانستان مزار شريف ته ورسیږي. دغه اورګاډي پنځوس کانتينرونه لري او د ژمي لپاره د پنبه يي جامي، بوټانو او کمپليو په شمول اړین توکي بار شوي دي. په دغه سړه ژمی کې دغه توکي نه یوازې افغان خلکو ته ګرمي ورکوي بلکې ورڅخه د چين مسؤلانه بڼه هم ښکاري.
چين تل خپلې کړې ژمنې پوره کوي او له افغانستان سره د کومک ژمنه تل ياديږي. د روان کال په اګست کې امريکايي پوځ په پوره توګه له افغانستان څخه وتلي او طالبان واک ته رسيدلی چې له امله يې د افغانستان وضعيت په نړۍ کې د انديښنې وړ دی. تر هغه وروسته په دغه هېواد کې د بې کارۍ کچه لوړه شوې، د امريکايي ډالرو په مقابل کې د افغاني تبادلوي ارزښت کم شوی، د پيسو پاړسوب او له بانکونو څخه د نغدي پيسو د ايستلو ستونزې رامنځته شوې دي. د يادو مشکلاتو د موجودیت له امله په افغانستان کې بې وزلي حالت سخت شوی دی. د اقتصادي او بشري بحران پر وړاندې طالبانو څو ځلې له نړيوالې ټولنې څخه له دغه هېواد سره د مرستو غوښتنه وکړه تر څو افغانستان له ستونزو څخه ځان وژغوري. د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه چین تل د څه باندې دېرشو مليونو افغانانو ژوند او اړتياوو ته ډېره پاملرنه کړې او د سپتمبر پر ۸ نېته يې ژمنه کړې چې د افغانانو له اړتياوو سره سم افغانستان ته د دوو سوو مليونو يوانو په ارزښت بېړني بشري توکي ولیږي او تر خپلې وسې پورې د بيارغونې او اقتصادي پرمختګ په برخه کې له دې هېواد سره مرسته وکړي. چين نه يوازې یاده ژمنه کړې بلکې دغه ژمنه يې هم پوره کړې ده.
د خپلې ژمنې د ور کولو په شلمه ورځ کې د چين د مرستندويه توکو لومړۍ جوپه د کابل هوايي ډګر ته ليږدول شوې ده. تر هغه وروسته له افغانانو سره د مرستې لپاره چين د مرستندويه توکو د ليږدولو لپاره دوهم اورګاډی ترتيب کړ. دا درېیم اورګاډی دی چې له افغانستان سره د مرستندويه توکو د ليږدولو لپاره له شينجيانګ څخه د دغه هېواد پر لور روان دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت د وياند د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې د دوو سوو ملیونو يوانو په ارزښت په مرستندويه توکو کې د ژمي اړين توکي په پوره توګه افغانستان ته لیږدول شوي دي او پنځه زره ټنه غلې دانې به هم ژر افغانستان ته وليږدول شي.
افغانستان ته د ژوند د اړتيا وړ توکو د برابرولو ترڅنګ چين هم د جلغوزیو د هوايي ډهليز له لارې له دغه هېواد سره سوداګريز تګ راتګ اعاده کړی تر څو د دوی اوسنی اقتصادي بحران لېری کړي.د نومبر پر لومړۍ نېټه ۴۵ ټنه جلغوزي له کابل څخه د چين شانګهای ته لیږدول شوي چې ۲۶ مه ټنه يې په دې ښار کې د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې په دوو ساعتو کې پلورل شوي دي.ډېرو چینايانو ويلي چې افغانان له ستونزو سره مخ دي، نو مونږ بايد له هغوی سره مرسته وکړو. د چين حکومت او چينايانو د خپلو رښتينو عملونو له لارې له افغانستان سره د مرستو ژمنې پوره کړې چې ور څخه د يو لوی هېواد په توګه د چين مسولاڼه رويه ښکاري.
د دې ترڅنګ مونږ هم د امریکا کړنې ته پاملرنه کوو. له افغانستان څخه د امریکايي پوځ تر وتلو وروسته د سپتمبر په ۱۳ مه نېټه د امریکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې له افغانستان سره به ۶۴ مليونه امریکايي ډالره بشري مرستې وکړي. خو ډېرو افغان ملګرو زمونږ په فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې امريکا تر اوسه پورې هېڅ مرستې نه دې کړي. تر هغه وروسته د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير بلينکن بيا اعلان کړی چې له افغانستان سره به ۱۴۴ مليونه امریکايی ډالره بشري مرستې وکړي. خو تر اوسه پورې يې دغه ژمنې نه دې پوره کړې. د دې ترڅنګ دوی لاهم د افغانستان سرمایه کنګل کړې ده. ولی افغانستان کې اوسنی بحران رامنځته شوی؟ لامل یې له امریکا سره نژدې تړاو لري او امریکا بايد د اوسني بحران پړه پر غاړه واخلي او خپلې کړې ژمنې پوره کړي تر څو د افغانانو ستونزې لېرې او حل شي.