دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

    سږ کال په هرات کې ۲۵۰ ټنه شات تولید شوي

    فضل الرحمان: د افغانستان وضعیت له پاکستانه ښه دی

    افغانستان او ازبکستان د ۲۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

    سږ کال په هرات کې ۲۵۰ ټنه شات تولید شوي

    فضل الرحمان: د افغانستان وضعیت له پاکستانه ښه دی

    افغانستان او ازبکستان د ۲۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه اقتصاد

د امريکا بنديزونو افغانان سخت زيانمن کړي

لیکنه: ډېوه؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

نوومبر 25, 2021
in اقتصاد, لیکنې
0 0

افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او امريکې په همدغسې حالاتو کې پرې ډېر سخت بنديزونه لګولي او افغانان يې د يو لوی ناورين پر کړنګ درولي دي.
د ملګرو ملتونو پرمختګ پروګرام د نومبر په ۲۲مه نېټه د يوه راپور په خپرولو سره خبرداری ورکړی، چې د افغانستان بانکي سيستم ښايي د بانکونو د پس انداز د ټيټوالي، د بدو پورونو انډول د چټک لوړوالي او د پيسو جريان د کموالي له امله په راتلونکو څو مياشتو کې سقوط وکړي.

که معاصر تاريخ ته لنډه او ځغلنده کتنه ولرو، نو وبه ګورو، چې امريکا تل پر نورو هېوادونو د بنديزونو له لارې خپل سياسي هدف ته ځان رسولی دی. يو اړخيز بنديزونه د دغه هېواد د ډيپلوماتيکو تګلارو لومړۍ وسله ده او د ګردې نړۍ لسګونه هېوادونه د امريکا د بنديزونو ښکار ګرځيدلي دي.

د افغانستان حالاتو ته په کتو؛ پر دغه هيواد د لګيدلو اقتصادي بنديزونو له امله د افغانستان حالات ډېر سخت شوي او خلک يې له بېلا بېلو ستونزو سره مخ شوي دي.

امريکا پر افغانستان  پوځي يرغل وکړ او هلته يې شل کاله جګړه وکړه او هڅه يې دا وه، چې  په دغه هېواد کې امريکايي شکله ډيموکراسي پلې کړي، خو په اقتصاد جوړونې او بيا رغونې کې يې ورسره رېښتيني ګامونه نه پورته کول او نه هم ورته ليواله وه.

په افغانستان کې لويې  صنعتي چارې نه ترسره کيږي او زيات شمېر توليدات له نورو هېوادونو څخه واردوي.

 امريکا په روان کال کې له افغانستان څخه خپل ځواکونه ويستل او هممهاله يې له دغه هېواد سره مالي مرستې هم پای ته ورسولې او په نړيوالو بانکونو کې يې د افغانستان کابو لس ميليارډه امريکايي ډالره پانګه هم کنګل کړه. د امريکا د دې اقدام له  امله افغانستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ شوی دی، هلته اوس د توکو بيې لوړې شوي او د ژوند لومړني  توکي کم او ګران شوي دي. دغو حالاتو افغانستان ته سخت زيانونه رسولي او افغانان يې له دغسې حالاتو سره په جنګ اړم کړي دي.

په حقيقت کې امريکا هم ښه پوهيږي، چې د افغانستان د پانګو کنګل به د دغه هېواد د بيا رغونې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او بشري بحران به پکې نور هم سخت شي.

 امريکا په افغانستان کې لا هم  خپله سياسي موخه په نظر کې نيولې او د اقتصادي بنديزونو له لارې غواړي، د دغه هيواد پر لنډ مهاله حکومت فشارونه واچوي، خو د افغانانو ګټې يې له پامه غورځولې دي.

د افغانستان د لنډ مهاله حکومت مشرانو څو څو ځلې له امريکا څخه غوښتي، چې پانګه يې ازاده کړي، څو په دغه هېواد کې اقتصادي بحران او د خلکو د ژوند ستونزې حل شي.

د افغانستان د سياسي چارو کارپوه مطيع الله خروټي د چين ميډيا ګروپ خبريالې ډېوې سره په خبرو کې وويل، چې د امريکا ځواکونه له افغانستان څخه وتلي او اوس دغه هېواد پرمختګ ته اړتيا لري، امریکا د افغانانو پانګې کنګل کړي او له همدې لارې غواړي خپلې سياسي موخې ترلاسه کړي، خو د افغانستان خلک اوس د لوږې او ناروغيو په شمول له راز راز ستونزو سره مخ دي.

امريکا د ډالرو د بادارۍ سيستم لري او په اسانۍ د نورو هېوادونو پانګې کنګل کولی او پولي بنديزونه ورباندې لګولی شي. امريکا يوازې افغانستان نه دی زيانمن کړی، بلکې ځيني لوی هېوادونه يې هم  د اقتصادي ستونزو له امله سخت ځپلي دي، خو افغانستان د نورو هيوادونو په پرتله ډېرې ستونزې لري او شاوخوا دېرش ميليونه خلک يې سخت بې وزله او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او په دغه هيواد کې د اقتصادي ستونزو له امله بشري بحران ورځ تر بلې سختيږي او نړيواله ټولنه مجبوره او مکلفه ده، چې مخه يې  ونيسي.

 د چين په شمول د نړۍ ګڼو هيوادونو له امريکا څخه بيا بيا غوښتنه کړې، چې د افغانستان پانګې ازادې کړي او له دغه هېواد سره د بشري بحران د حلولو په پار مرستې وکړي، خو امريکا خاموشه ده او هيڅ غبرګون نه ښيي.

د ملګرو ملتونو د پرمختګ پروګرام راپور وايي، که د افغانستان بانکي سيستم سقوط وکړي، نو په دغه هېواد کې به سخت او لوی اقتصادي زيانونه او منفي ټولنيزې اغېزې رامنځته شي. نړيواله ټولنه بايد دغه مسئله ډېر ژر حل کړي.

که امريکا د افغانستان پانګې ازادې نه کړي، نو ښايي دغه هيواد لا نورو ستونزو مخ شي.

Share6Tweet4Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

جولای 27, 2026

سږ کال په هرات کې ۲۵۰ ټنه شات تولید شوي

جولای 27, 2026

فضل الرحمان: د افغانستان وضعیت له پاکستانه ښه دی

جولای 27, 2026

افغانستان او ازبکستان د ۲۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

جولای 27, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In