د امريکا دفاع وزير جېمز مټېس ويلي، د افغان جګړې ختمول غواړي، خو دمګړۍ له دغه هېواده د سرتېرو ايستلو اراده نه لري.
نوموړي چې د امريکا د مرکزي دفاعي فورم (نېشنل ډېفنس فورم) ته وينا کوله، په ډاګه کړه چې دوى په افغانستان کې د جګړې ختمول غواړي، خو خپل سرتېري له دغه هېواده نه وباسي.
هغه زياته کړې، امريکا په ټول توان هڅه کوي چې په افغانستان کې اوږده جګړه پای ته ورسوي، سیاسي مذاکرات يوې پايلې ته ورسېږي، خو تر اوسه يې په دې اړه پرېکړه نه ده کړې چې خپل ځواکونه په لنډمهال کې له دغه هېواده وباسي.
د مټېس په وينا، په افغانستان کې د سولې راوستل يوازې د امریکا کار نه دی، بلکې طالبان هم باید په دې برخه کې همکاري وکړي.
د ده په خبره، د سیمې هېوادونه او ملګري ملتونه هم باید د افغانستان د سولې له پروسې سره هر اړخیزه مرسته وکړي او دغه هېواد ته ثبات راولي.
د امريکا د دفاع وزير دغه راز زياته کړې چې طالبانو د افغان حکومت د سولې وړاندیز و نه مانه او دوی ثابته کړه چې د افغانانو ژوند ورته ارزښت نه لري.
مټېس وايي، د امریکا حکومت غواړي چې د ۴۱ هېوادونو له سرتېرو سره څنګ په څنګ په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ادامه ورکړي.



































