د کرنې وزارت چارواکي وايي، تر اوسه د هوايي دهلېز له لارې له افغانستان څخه چين ته ٥٠٠ ټنه جلغوزي صادر شوي او تر راتلونکې يوې مياشتې به دغه کچه د ٤٠ ميليونو ډالرو په ارزښت زرو ټنو ته ورسېږي.
افغانستان په ١٣٩٦ لمریز کال کې له هند سره هوايي دهلېز پرانيست. تر هغه وروسته يې له ترکيې، سعودي عربستان او يوشمېر نورو هېوادونو سره هم هوايي دهلېزونه پرانيستل چې تر اوسه یې د میلیونو ډالرو په ارزښت توکي دغو هېوادونه ته صادر کړي.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي ويلي، سږ کال د لړم په ۱۵مه د افغانستان د جلغوزیو او نورو محصولاتو د صادرولو په موخه له چین سره هوایي دهلېز پرانیستل شو چې دا نوښت د جلغوزیو د صادراتو د کچې د زیاتېدو سبب شو.