د هند په پلاز مینه نوي ډهلي کې د هوا د ککړتیا له کبله ټول ښوونځي تړل شوي دي او د خلکو تګ راتګ هم تر ډیرې کچې کم شوی دی. د هند سترې محکمې له حکومته غوښتي چې د دې حالت د سمون لپاره ګلخانه یي ګازونه، نقلیه وسایط او صنعتي مراکز، چې د دې ستونزې عوامل دي، کنټرول کړي. په دې وروستیو ورځو کې په نوي ډهلي کې هوا بیخي زهرجنه شوې او ککړه شوې چې د زړه او تنفس په رنځ د اخته رنځورانو او نورو عادي انسانانو لپاره خورا خطرناکه بلل کیږي. د هند د چاپېریال ساتنې کمېټې ویلي دي چې هڅه کوي چاپېریال تر دې لا پسې ککړ او زهرجن نشي. د ډهلي ښار چاپېریال او فضا په نړۍ کې تر ټولو ککړه بلل کیږي. په دې ښار کې شاوخوا ۲۰ میلیونه انسانان اوسیږي.






































