امریکا د ایران پر وړاندې د خطرناکو اقداماتو خبرداری ورکړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی په دې ښه پوهېږي چې ایران غواړي یوازې د مذاکراتو وخت ضایع کړي او ځان اټومي وسلو ته ورسوي.
د سرچینې په خبره امریکا به ایران ته ددې چانس ور نه کړي چې نور په بېلو پلمو نړیواله ټولنه تېر باسي او وخت ضایع کړي. امریکا ویلي د ایران پر وړاندې به یې اقدامات دوام کوي او که له مذاکراتو تېره شوه نور انتخابونه هم لري. په ورته وخت کې په ایران کې اقتصادي وضعیت د تازه مذاکراتو له پایلې سره هممهاله مخ پر ځوړ دی.
ایراني تومان نور هم خپل ارزښت بایللی دی پر نړیوالو سهامو یې تاثیر کړی. ایران بیا تر دې دمه د امریکا پر تازه څرګندونو غبرګون نه دی ښوودلی.






































