د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د یوې وړې الوتکې د نسکورېدو پېښه کې څلور کسان مړه شوي دي. د اېبيسي7 د راپور له مخې، دا پېښه تېره ورځ ناوخته شاوخوا پنځه بجې د کلفورنیا ایالت په جنوبي سیمه کې رامنځته شوې ده. راپور کاږي چې په پېښه کې د مړه شویو کسانو هویت څرګند نه دی او دغه راز د الوتکې د نسکورېدو علت هم مالوم نه دی. سیمه ییزو چارواکو ویلي چې دوی په دې اړه څېړنې پیل کړې دي چې تر بشپړېدو وروسته به د خپلو پلټنو پایله له رسنیو سره شریکه کړي.






































