هره ورځ نيم ګيلاس د انارو جوس او څو خرماوې خوړل انسان د زړه له ناروغيو ژغوري. په نویو طبي څېړنو کې ويل شوي چې هره ورځ نيم ګيلاس د انارو جوس او درې خرماوې خوړل انسان د زړه له ناروغيو او ګوزڼ څخه ژغوري.
په څېړنه کې راغلي چې انار او خرما کې انټي اکسايټډنټس موجود دي او دا شيان د زړه رګونه له سختوالي ساتي او د زړه د ناروغيو په مخنيوي کې ۳۳ سلنه ګټور ثابت شوي. څېړنه زياتوي، د زړه رګونو کې د وينې بندېدو له امله زړه يا دماغ ته د وينې نه رسېدو له امله انسان پر فلج او د زړه پر ناروغيو اخته کېږي او له دې ناروغيو د ژغورنې لپاره باید د انارو جوس او خرما وخوړل شي. طبي کارپوهان وايي چې د انارو جوس او خرما ۳۳ سلنه د زړه د ناروغيو مخنيوی کوي او همدارنګه د وينې غوړ (کليسټرول) ۲۸ سلنه راکموي.