په ایټالیا کې یوې چاودنې درې کسه وژلي دي. د راپورونو له مخې د ایټالیا سیسیلي جزیره کې په یوه داسې سیمه کې چاودنه شوې چې شاوخوا د خلکو کورونه دي او ګڼه ګوڼه پکې زیاته ده. په چاودنه کې درې کسه وژل شوي او شپږ نور تر نړېدلو کورونو لاندې لادرکه دي.
سرچینې وايي چې چاودنه خورا درنه وه نو له همدې امله شاوخوا ګڼ کورونه او ودانۍ نړېدلې دي. د اطفايې د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې او دوی وايي د دې احتمال شته چې چاودنه د ګازو د نفوذ له امله رامنځ ته شوې وي. ځايي چارواکي بیا وایي چې د پېښې په اړه لا ډېرې پلټنې پیل شوې دي او هڅه کوي اصلي لامل یې روښانه کړي.






































