دفاع وزارت وایي، په تېرو څلورو کلونو کې له فساد سره د دغه وزارت مبارزه جدي وه او په همدې دلیل یې د جنرالانو په ګډون د اردو سلګونه افسران تر عدلي تعقیب لاندې نیولي دي.
د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید امریکا غږ ته وویل، د لوړپوړو افسرانو محاکمه دا ښیي چې دفاع وزارت له فساد سره په مبارزه کې ژمن دی.
د هغه په وینا، د اردو دغه افسران په کابل، ننګرهار، بلخ او یوشمېر نورو ولایتونو کې په علني توګه محاکمه شوي دي.
هغه زیاته کړه: «تقریباً د ۲۸۰ تنو دوسیې ترتیب شوې دي، ۷۹ تنه یې د خپلو اعمالو په سزا رسېدلي دي، عدلي او قضایي بهیر تاسو ته معلوم دی چې وخت نیسي، خو په دغه برخه کې موږ ښې لاسته راوړنې لرلې دي، په دغه جمعه کې ډګر جنرال، تورن جنرال، برید جنرال، ډګروال، جګړن، ډګرمن ټول شامل دي. لومړی ځل دی چې په تېرو څلورو کلونو کې د ډګر جنرال په کچه محاکمه کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله وړاندې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا سر مفتشې ادراې یا سیګار د افغانستان په اردو کې د خیالي سرتېرو له موجودیته خبر ورکړی و.



































