د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ٦١٢ ميليونو افغانيو په لګښت ١٥٣ ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي.
د دغه هولایت د پوهنې رييس محراب الدين شفق وويل چې یاد ښوونځي به د ولايت په مرکز ښرنه او ١٨ ولسواليو کې جوړشي.
نوموړي زياته کړه چې پر دغو ښوونځيو ٦١٢ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د جوړېدو چارې به يې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.
دغه راز په پکتيکا کې د ولسي تړون پروګرام ولايتي مسوول محمد شفيق شپون وويل چې دغه ښوونځي به ٩١٢ درسي خونې ولري چې تر ډېره به د زده کوونکو د سرپناه ستونزه ورسره هواره شي.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې څو ځلې د پکتيکا ښوونکو او زده کوونکو د ښوونځيو د ودانيو د نه شتون له امله شکايتونه کړي دي.