په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې پیل کړې، تازه د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په يوه استول شوي ليک کې د پاکستان له لومړي وزير عمران خان څخه په افغان سوله کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
سرچينې زياته کړې چې ټرمپ عمران خان ته په استول شوي ليک کې له هغه غوښتي چې افغان طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.
د پاکستان لومړي وزیر ويلي، د ټرمپ دغه ليک يې ترلاسه کړى او دا يې يو مثبت ګام بللى دى.
هغه زياته کړې، د امريکا د ولسمشر ټرمپ د غوښتنې په ځواب کې به له هغوى سره بشپړه همکاري کوي.
نوموړي ويلي، امريکا او پاکستان سره په اړيکو کې دي او په دې لړ کې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد هم پاکستان ته روان دى.
هغه ژمنه کړې چې پاکستان به په افغان سوله کې خپل مثبت رول ته ادامه ورکوي.
له دې سره سم د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان او افغانستان په ګډون اتو هېوادونو ته خپل درېیم سفر پیل کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد به دا ځل پاکستان، روسیې، افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم، متحده عربي اماراتو او قطر ته سفرونه کوي. خبرپاڼې زیاته کړې، هغه به له ولسمشر غني او نورو افغان حکومتي او غیر حکومتي شخصیتونو سره ګوري او د افغان سولې د راتګ په اړه به خپل نظریات له دوی سره شریکوي. خلیلزاد به دوی ته ډاډ ورکړي چې امریکا د افغان سولې په برخه کې جدي ده او دوی ته هم په کار ده چې په دې برخه کې په جدي توګه همکاري وکړي.
ټاکل شوې چې خلیلزاد به د دغه سفر په ترڅ کې لومړی روسیې ته لاړ شي او د دغه هېواد له چارواکو سره به د افغانستان د روانې جګړې پر سر خبرې وکړي.
د یادونې وړ ده چې د خلیلزاد دغه اتلس ورځنی سفر چې د ډسمبر له ۲مې پیل شوی، د دې میاشتې تر ۲۰مې به دوام وکړي.



































