د کليوالو سيمو د سمسورتيا او پرمختګ تګلاره د چيني ملت یوه ستره دنده ده. په ۲۰۲۱م کال کې د چين د کمونېست ګوند د عمومي منشي شي جين پينګ تر مشرې لاندې د کلیوالو سيمو د سمسورتيا او پرمختګ تګلارې د پلې کولو لپاره هڅې کړې چې له دې کبله ډېرو بزګرانو ترې ګټې اخيستې او نيکمرغۍ يې تر لاسه کړی.
د شي ځانګ د کورواکې سيمې د لين جه ښار د ګا لا کلی په پسرلی کې ډېر ښکلی ځای ګڼل کیږي او د شفتالو ګلونو د شتون له امله يې په ځايی سيمه کې شهرت موندلی دی. کله چې دغه کلي ته ننوځي،پاک سړک او بنسټيز تأسيسات او ښکلې بڼه لرونکي کورونه ډېر ليدل کيږي. خلک هم نيکمرغه ژوند او هوسا ژوند اوسي. ۳۷ کلن دا وا جيان څان چې د مالونو د ليږد راليږد،د نباتاتو د کرلو او د څارويو د روزلو په چارو لګيا دی، ښه او ارام ژوند لري. رئيس شي جين پينګ د روان کال په جولای کې د ده له کور څخه د ليدنې په وخت کې دې ته په اشارې سره ويلي چې د ګا لا کلی د کليوالو له نيکمرغه ژوند څخه ښکاري چې د شي ځانګ د کورواکې سیمې د ازادېدو له اوياوو کلونو راهيسې ډېرې اقتصادي او ټولنيزې لاسته راوړنې لري. هغه هم ځايي حکومت ته هدايت ورکړی چې بايد په دې سيمه کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې تګلاره په ښه توګه پلې کړي او د کليوالو سيمو د سمسورتيا او پرمختګ لپاره دې هڅې وکړي.
د ۲۰۲۱م کال په پای کې کله چې زمونږ خبريال د چين له ځينو کلیو څخه ليدنه کوله، احساس يې کړی چې د کلیوالو سیمو د سمسورتيا او پرمختګ تګلارې په رڼا کې د خلکو په ژوند کې ستر بدلونونه راغلي دي. د شان شي ولايت د سوي ده ولسوالۍ د هاو جيا چياو کلی د چين په هوانګ تو لوړه کې پروت دی. د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې ځايي حکومت ځانګړو چارو ته پرمختګ ورکړی چې په پايله کې يې تېر کال ټول بې وزلي کسان د بې وزلۍ له حالت څخه وتلي دي. د روان کال په فبرورۍ کې د چین حکومت د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې دغه کلي جایزه تر لاسه کړه. تر هغه وروسته کليوال يې په دوامداره توګه د دې کلي د شتمنېدو په لور روان دي او ادارې يې د ميوو او سبزيو کرلو ته پرمختګ ورکړی او لومړي کتابتون ، مرستندويه او روغتيايي مرکزونه يې جوړ کړي دي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د روان کال په سپتمبر کې هاو جيا چياو کلي ته ورغلی او ويلي يې و چې د کليوالو نیکمرغه او ښه ژوند زمونږ د ګوند اصلي موخه ده او د چين د کمونېست ګوند به دغه کار ته ادامه ورکړي او ښې پايلې به تر لاسه کړي.
اوس ځايي حکومت د کليوالو سيمو او پرمختګ د نمونې په توګه د هاو جيا چياو کلي د ابادۍ لپاره هڅې کوي او په راتلونکي ګام کې به له شاوخواوو سيمو سره هلې ځلي وکړي ترڅو د سيلانيانو یا لیدونکو خدمتي مرکزونه، سوداګريزه سيمه او نورې اډې جوړې کړي او د صنايعو، د ايکولوژیکي چاپيريال د ابادۍ او د دودونو د مروجولو په اړه شل مهمې پروژې جوړې کړي.
که یو ملت غواړي سمسور شي، نو بايد د کلیوالو سیمو پرمختګ ته پاملرنه وکړي .اوس چين د دوهمې سل کلنې موخې د تر سره کولو په لور روان دی. د کليوالو سیمو د سمسورتيا او پرمختګ د تګلارې په رڼا کې د چين بېلا بېلې کليوالې سيمې لا هم د خپل پرمختګ د موندلو لپاره کوشش کوي.