په ۲۰۲۱م کال کې د شي جین پینګ انلاين ډیپلوماسي
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۲۱م کال کې د بهرنيو چارو په ۴۰ لویو فعاليتونو کې انلاين ګډون کړی، د بهرنيو هېوادونو له مشرانو او د نړيوالو سازمانونو له مسؤلينو سره يې ۷۹ ځلې ويډيويي خبرې کړي او له سل ځلو ډېر يې ويډيويي ويناوې، تليفوني خبرې او لیکونه ليږلي دي.
شي جين پينګ د تېر کال د انلاين ډيپلوماسۍ بوخت مهالوېش د نړۍ په اړه د فکر کولو، د انسانانو د پرمختګ او د نړۍ لپاره د ګډې زمينې په لټه کې د چين د ټينګ دريځ څرګند ثبوت دی.
شي جين پينګ په ۲۰۲۱م کال کې خپلو خلکو ته ډېره پاملرنه کوله
په ۲۰۲۱م کال کې د چینایانو ژوند څنګه و او کومې اندېښنې يې درلودې؟
د چین د دولت رئيس شي جین پینګ هر وخت په همدې فکر کې وي.
په چين کې د لومړنيو او منځنيو ښوونځيو د زده کوونکو بار ډېر دروند و او دا مسئله د اجباري زده کړو په برخه کې يوه له مهمو ستونزو څخه وه.
په ۲۰۲۱م کال کې شي جين پينګ په اړه وويل چې د چين حکومت بايد د چين کمونېست ګوند د ښوونې تګلاره په بشپړه توګه غوره او زده کوونکو ته دې اخلاقي او علمي ښوونې ورکړي، په ښوونه او روزنه کې دې پر ټولګټو اصولو ټينګار وکړي او تعلیمي اصلاحاتو ته دې وده ورکړي او په دې برخه کې دې د خلکو د رضایت لپاره ښه کار وکړي.
کرونا ويروس په ۲۰۲۱م کال کې په مکرر ډول بدلونونه موندلي او د وبا د مخنیوي او کنټرول وضعیت لا ډېر سخت شوی دی.
شي جين پينګ پخپله د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول چارې رهنمايي کړې او داسې تګلاره يې جوړه کړه، چې له بهر څخه هېواد ته د ويروس خپرېدو او د هېواد په دننه کې د وبا د بيا راپورته کېدو مخه يې نيولې او په لږ لګښت يې اعظمي پايلې تر لاسه کړې دي.
د چين حکومت په ۲۰۲۱م کال کې زړو کسانو ته لا زيات اسانه او چټک خدمتونه وړاندې کړي دي.
د چين مرکزي حکومت د ۴۲ ځايونو د زړو کسانو د پالنې لپاره ۱.۱ ميليارډ يوانه پانګونه کړې چې ورته يې غوره خدمتونه برابر کړي دي.
د بېلګې په توګه، په استوګنځايونو کې يې د زړو کسانو لپاره ځانګړي خوړنځي او بستر ځایونه برابر کړي دي.
شي جين پينګ: واقعي پرمختګ د ټولو هېوادونو ګډ پرمختګ دی
۲۰۲۱م کال په ملګرو ملتونو کې د نوي چين د قانوني څوکۍ د بيا اعاده کېدو له ۵۰مې کليزې او سوداګرۍ نړيوال سازمان کې د چين د شاملېدو له ۲۰مې کليزې سره برابر و.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د ملګرو ملتونو د دواملرونکو ترانسپورټي چارو دوهم نړیوال کنفرانس په پرانيستونکو مراسمو کې انلاين ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه.
هغه په خپله وينا کې په ساده ژبه د يو واقعي حقيقت څرګندونه وکړه او ويې ويل، رښتینی پرمختګ د ټولو هېوادونو ګډ پرمختګ دی او ګډه سوکالي ریښتینې شتمني ده.
په ۲۰۲۱م کال کې د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو چارو ښې پايلې درلودې او د چين مسؤليت او نړيوال احساسات يې له ځان سره لرل.
شي جين پينګ د ۲۰۲۱م کال د نومبر په ۱۹مه نېټه د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو د درېيم سيمينار مشري وکړه او پر دې يې ټينګار وکړ، چې موږ بايد د لوړ معیار او د خلکو د ژوند د ښه والي په موخه د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ د لوړ کیفیت پراختیا ته دوام ورکړو.