اسراییلي پوځ ویلي چې د یوې پوځي چورلکې نسکورېدو پېښه کې دوه پوځیان وژل شوي دي. پوځ ویلي چې دا پېښه د یو روزنیز تمرین پر مهال رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې درې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پوځ په خبره، تر دې پېښې وروسته د پوځ دا ډول تمرینونه په مؤقتي ډول درول شوي دي. د اسراییل دفاع وزارت ویلي چې د پوځ دا چورلکه د دغه هېواد په شمالي سیمه کې رامنځته شوې ده. پوځ وایي چې په دې پېښه کې د عملې دریم کس سخت ټپي شوی دی او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. پوځ زیاته کړې ده چې تر اوسه پورې د یادې چورلکې د نسکورېدو علت مالوم نه دی خو دوی خپلې څېړنې پیل کړې دي.






































