د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په پاکستان کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او سیاسي مرستیالې تهمینه جنجوعه سره په جلا ډول لیدلي دي. سرچینه کاږي چې نوموړي په یادو لیدنو کې له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي او ترې غوښتی یې دي چې د دې بهیر ملاتړ وکړي او د افغان ستونزې په سوله ییز حل کې مرسته وکړي. خلیلزاد په دې لیدنه کې پاکستاني چارواکو ته دا پیغام هم رسولی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغان جګړې په ختمولو کې له پاکستانه د جدي همکارۍ غوښتونکی دی.



































