د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک نړيوالې ژمنۍ لوبې به د راتلونکې فبرورۍ په څلورمه نېټه په چين کې پيل شي. د دغه هېواد دولتي رسنۍ سي اېم جي د دغو لوبو د ژوندۍ خپرونو لپاره په هغه ځانګړي اورګاډي کې، چې د دوو کوربه ښارونو ( بېجينګ ــ جانګ جيا کو) ترمنځ تګ راتګ کوي او په ساعت کې يې سرعت ۳۵۰ کيلومترو ته رسيږي، د 5G سټوډيو جوړه کړې او د روانې مياشتې په شپږمه نېټه يې ګټې اخيستنې ته وسپارله. دا په نړۍ کې لومړی ځل دی، چې په يو چټک اورګاډي کې د
5G سټوډيو جوړه شوې او د همدغه تخنيک په مټ به روښانه ژوندۍ خپرونې وکړي.
په ياد اورګاډي کې د سي اېم جي د 5G سټوډيو
د چين دولت د بېجينګ د اولمپيک نړيوالو لوبو لپاره د عصري ټکنالوژۍ نوښت او استفادې ته په ډېره درنه سترګه ګوري. د دغه هېواد د عصري تکنالوژۍ وزارت چارواکی وو يوان بين وايي، چې دغه وزارت د ۲۰۱۶ م کال په نومبر کې د بېجينګ له ښاروالۍ، د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو له تشکيلاتي کمېټې او د دغه هېواد د سپورټ ملي ادارې سره په ګډه د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره د عصري ټکنالوژۍ د نوښت او استفادې پلان جوړ کړی، چې له مخې به يې د دغو لوبو په موده کې د لوبغاړو، کارکوونکو او کتوونکو د ليږد راليږد، د سياليو د کتلو، د لوبغالو د جوړولو او د کرونا وبا د مخنيوي په شمول بېلابېلو برخو کې نوې عصري ټکنالوژي وکارول شي.
د يادو ادارو د پنځه کلنو ګډو هڅو په نتيجه کې د ۲۰۲۱م کال په فبرورۍ او اپريل کې، کله چې د چين په بېجينګ او جانګ جيا کو ښارونو کې ازمويښتي لوبې ترسره کېدې، ۱۳۳ نوې ټکنالوژۍ وازمويل شوې او په تېر اکتوبر کې ۲۲۸ نوې ټکنالوژۍ د ازمويښتي لوبو او د لوبغاړو د روزنو پر مهال وکارول وشوې.
چاپېريال ساتنه د بېجينګ له هدفونو څخه دی .
د چيني رسنيو د راپورونو له مخې، د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو ټولو لوبغالو کې بادي او لمريزه برېښنا کارول کيږي.
د چين د يخمالک په ملي لوبغالي، ووکه سونګ سپورټي مرکز او څو نورو لوبغالو کې، چې د اولمپيک ژمنيو لوبو ځينې سيالۍ به هملته ترسره شي، د يخ جوړونې پرمختللی سيستم کارول شوی او د شنو خونو ګازو د ايستلو اندازه يې نږدې صفر ته رسولې ده. دا به د اولمپيک نړيوالو لوبو په تاريخ کې لومړی ځل وي، چې د شنو خونو ګازو د کمولو لپاره د لوبو په زياترو ځايونو کې ياد پرمختللي سيستمونه کارول کيږي.
د دې ترڅنګ د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په موده کې به د لوبغاړو، کارکوونکو او کتونکو ليږد راليږد ته ۷۰۰ ځانګړي بسونه، چې له هايدروجن (hydrogen) جوړ سون موادو په استفادې حرکت کوي، وکارول شي.
پلاستيک چاپېريال ته زيان رسوي، نو د يادو لوبو لوبغاړو او کارکوونکو ته به د ډوډۍ پرمهال د خوړو داسې لوښې برابر شي، چې له پلاستيک څخه به نه، بلکې له جوارو، کچالو او داسې نورو خوراکي توکو څخه به جوړ شوي وي.
چين چاپېريال ساتنې ته ډېره پاملرنه کوي.