چين به د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د بېجينګ اولمپيک او پاراالمپيک ژمنۍ لوبې تر سره کړي، دا د چين لپاره يوه مهمه دنده ده.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۴مه نېټه په وار سره د چټکې سکي وهلو ملي سټوډيوم، د بېجينګ د اولمپيک او پاراالمپيک ژمنيو لوبو مطبوعاتي مرکز، د اولمپيک او پاراالمپيک د لوبغاړو کلي، د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د ادارې او لارښوونې مرکز او په ار چي فابريکې کې د يخ او واورو لوبو روزنيز مرکز ته ولاړ او هلته يې د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ د اولمپيک او پاراالمپيک ژمنيو لوبو د مقدماتي چارو په اړه معلومات تر لاسه کړل.
نوموړي له لوبغاړو، روزونکو، کارکوونکو، خدمتګارو، څېړوونکو، خبريالانو او داوطلبانو سره وکتل او ټولو ته يې د نوي کال مبارکي هم وويله.
د بېجينګ اولمپيک او پاراالمپيک ژمنۍ لوبې به يوه مياشت وروسته پيل شي. که څه هم کرونا وبا لا هم په ټوله نړۍ کې خپرېږي او د دغې لوبې د جوړولو پر وړاندې ډېرې ننګونې موجودې دي، خو له اوږدې مودې راهیسې چينايانو د دغو لوبو د جوړولو لپاره کوښښونه کړي دي.
دا ډېر مهمه ده، چې د بېجينګ د اولمپيک او پاراالمپيک د ژمنيو لوبو د جوړولو په ترڅ کې د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول کارونه په ښه توګه تر سره شي.
چين په تېر کال کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول کارونه ښه پر مخ بېولي او په عين وخت کې یې يې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ چارې چټکې کړي دي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د بېجينګ د اولمپيک او پاراالمپيک ژمنيو لوبو د مقدماتي چارو د څېړنې په ترڅ کې ويلي، چې موږ بايد د اولمپيک ژمنيو لوبو په سټوډيومونو او ميدانونو کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول چارې بشپړې کړو او د دغې وبا د مخنيوي لپاره بايد تر خپلې وسې پورې کوښښونه وکړو.
د کرونا وبا د وقايې او کنټرول او د سترو لوبو د تر سره کولو په برخو کې د چين وړتيا ټولو ته څرګنده ده. چينايان باور لري، چې د بېجينګ د اولمپيک او پاراالمپيک ژمنيو لوبو لپاره ښه چمتووالی برابر کړي.
د ۲۰۲۲م کال د رارسيدو په مناسبت د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام کې همدارنګه راغلي، چې چينايان به تر خپلې وسې پورې نړۍ ته د اولمپيک غوره لوبې وړاندې کړي.
چين به يوه مياشت وروسته ټولې نړۍ ته خوندي او په زړه پورې لوبې وړاندې کړي او د اولمپيک روحيه به ښکاره کړي . نړۍ چين ته په تمه ده او چين ورته چمتوالی نيولی دی.