د چاکلېټو شوقیان یوازې ماشومان نه وي، بلکې اکثره مشران هم چاکلېټ خوښوي چې ځینې یې بیا له ناروغیو څخه د وېرې له امله نه خوري، خو په برېټانيا کې شوې نوې څېړنه د چاکلېټ استعمالولو توصیه کوي. دې څېړنې ثابته کړې چې چاکلېټ د خپل خوند په پرتله زیاتې روغتیايي گټې لري. ځینې خلک فکر کوي چې سپین چاکلېټ له بورې څخه جوړ شوي، نو ځکه به د انسان روغتیا ته زیان رسوي، خو باید وویل شي چې تېز رنگ لرونکي چاکلېټ بیا روغتیا ته زیان نه رسوي. تېز او نصواري رنگه چاکلېټ د خولې د خوند پر برابرولو سربېره انسان له ډېرو ناروغیو هم ژغوري. دغه خواړه د انسان د بدن دفاعي سیسټم پیاوړي کوونکي عناصر تولیدوي. په چاکلېټ کې موجود ککو، پوتاشیم، اوسپنه، زېنګ او مگنېزیم د انسان د عصبي سیسټم په پیاوړي کولو کې ډېره مرسته کوي. د چاکلېټ تر ټولو غوره گټه دا ده چې د انسان په بدن کې د غیرضروري او مضر کلیسټرول په له منځه وړلو کې مهم رول لوبوي او په بدن کې ضروري کلیسټرول زیاتوي. له پورتنیو گټو سربېره د نصواري رنگه چاکلېټ بله غوره ځانگړنه دا ده چې د وینې فشار نورماله ساتي او د لوړېدو او ټیټېدو مخه يي نیسي. چاکلېټ په بدن کې پولي فینول نومي مواد زیاتوي، کوم چې په وینه کې د اکسیجن مقدار تنظیموي.