د چين د هه بې ولايت د جانګ جيه کو ښار په چونګ لي ولسوالۍ کې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو ۴ لوی لوبغالي جوړ شوي او لوبغاړي به پکې د طلايي ميډالونو د ګټلو لپاره سيالۍ وکړي.
هه بې ولايت له تېرو اوو کلونو راهيسې د اولمپيک ژمنيو لوبو د چمتوالي لپاره ډېرې هڅې کړي او د ايکولوژۍ د ساتنې، د سرچېنو د سپما او چاپيريال ته د لومړيتوب ورکولو پر اصولو يې ټينګار کړی دی.
د چونګ لي ولسوالۍ (( هو سو تای )) کلي د ځايي حکومتې ادارې تر لارښوونې او ملاتړ لاندې د ۲۸۰ هکتارو په مساحت د ځنګلونو د جوړولو دنده پر غاړه اخيستې، چې دا د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره د چونګ لي ناحيې د سمسور چاپيريال له پروژو څخه يوه ده. برخوالو ځايي کليوالو هر کال د ټاکلي پلان له مخې نيالګي او ونې کېنولي او د دغو نيالګيو او ونو د زرغونېدو ميزان د تامين لپاره يې کوښښونه کړي دي.
په چونګ لي ولسوالۍ کې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره د کرل شويو ځنګلونو مساحت ۷۲ زرو او ۸۲۰ هکتارو ته رسېدلی، چې د سياليو مرکزي سيمه کې يې ۲ زره او ۵۳ هکتاره ځنګلونه جوړ شوي او په ځنګلونو پوښل شوی انډول يې له ۸۰ سلنې اوښتی دی.
د نيالګيو کېنولو پر بې سارې پيمانې بر سيره، د ونو د ساتلو مفکوره هم ډېرې لوړې کچې ته رسيدلې ده. د بياتلون ( biathlon) ملي مرکز لوی مدير چن ګو وې وايي، چې په ۲۰۱۹م کال کې يې د ۱۳ ونو د ساتلو لپاره د سيالۍ لارې د طرحې پلان څو ځله بدل کړی او حتی د يوې ونې لپاره يې د سيالۍ په لارې کې کږه برخه هم زياته کړې ده.
د بېجينګ اولمپيک او پارالمپيک ژمنۍ لوبې به د اولمپيک په تاريخ کې لومړۍ داسې لوبې وي، چې په پوره توګه به پکې پاکه انرژي وکارول شي.
د اټکل له مخې، د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو تر پای ته رسيدو پورې به د چونګ لي په لوبغاليو کې د پاکې انرژۍ د استعمال له امله شاو خوا د ۱۲۸ زرو ټنو معياري سکارو د سوزېدو مخنيوی او د ۳۲۰ زرو ټنو کاربن دوه اوکسايډ ايستنې مخه به نيول شوې وي.
بر سيره پر دې، په جانګ جيه کو سيمه کې به د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو پر مهال د ټرانسپورټ او د مالونو د ليږد راليږد لپاره ۶۵۵ داسې موټرونه وکارول شي، چې پر هايډروجن به چليږي او دا داسې موټر په کارولو سره به په هر کيلومتر کې د ۱۱ اعشاريه ۸ ټنو کاربن دوه اوکسايډ ايستنې مخه به ونيول شي.
جانګ جيه کو ښار د مالوماتو، بياکارېدونکې انرژۍ او د نويو تجهيزاتو او ماشينونو د توليد صنايعو د پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړې دي. نوموړی ښار د معلوماتي صنعت د پرمختګ په برخه کې د دغه هېواد تر نورو سيمو مخکښ دی او په دغه ښار کې اوس د معلوماتو ۲۱ مرکزونه جوړ او يا پرانيستل شوي او ۷ نور د جوړېدو په حال کې دي.
ليکواله: د چين نړيوالې راډيو خبرياله ياسمين